خبرونه
سعودي عربستان ته د څه باندې ۳۰ زره افغان حج کوونکو لېږد بشپړ شو
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت اړوند څلورو نړیوالو هوايي ډگرونو څخه، څه باندې ۳۰ زره افغان حج کوونکي سعودي عربستان ته، په بریالیتوب سره ولېږدول شول، چې وروستۍ الوتنه تېره ورځ (چهارشنبه) له کابل نړیوال هوایي ډگر څخه ترسره شوه.
نیټه: 2026-05-21
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت دهوا پېژندنې ریاست لخوا د هوا حالاتو اټکل.
خبرداری!
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د سختو بارانونو، سېلابونو او تېزو بادونو د پېښېدو اټکل کړی .
له هېوادوالو غوښتنه کېږي چې هوا حالاتو او رسمي خبرداریو ته پوره پاملرنه وکړي.
نیټه: 2026-05-21
په تېرو ۳ میاشتو کې د څه باندې ۴۱ زره موټرو تخنیکي ارزونه
د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ټرانسپورټي خدمتونو ښه والي او د معیاري ټرانسپورټ د تضمین په موخه، د تېرو درېیو کب، وري او غویې میاشتو په جریان کې ۲۲زره، ۳۵۰ لېږدوونکي وسایط چې ټکسي، لارۍ او بس پکې شامل دي، د ټرانسپورټي اسنادو وېش په موخه یې تخنیکي ارزونه ترسره شوې ده. همدا ډول ياده موده کې، په ټرانسپورټي هډو او ترمینلونو کې له سفر کولو وړاندې د موټرو تخنیکي کنټرول پروسې په ترڅ کې یواځې په کابل ولایت کې ۱۹ زره، ۲۰۳ موټرو تخنیکي کنټرول ترسره شوی چې په ترڅ کې یې د ۷۲۲ لېږدوونکو وسایطو فعالیت د تخنیکي ستونزو له امله ځنډول شوی او د یو زره، ۲۸ موټرو تخنیکي اصلاح شوې ده.
نیټه: 2026-05-20
د تورخم عمري کمپ کې د کډوالو ستونزې او غوښتنې له نږدې واورېدل شوې
د ننګرهار واټ ټرانسپورټ تنظیم رئیس ملا انعامالله د تورخم عمري مېشت غالي کې د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو، اړتیاوو او ټرانسپورټي خدماتو ارزونه وکړه. په دغه ارزونه کې خپلو سیمو ته د کډوالو خوندي لېږد او دټرانسپورټي خدماتو لا ښه والي په اړه اړوند مسئولینو ته سپارښتنې او ټینګار وشو.
نیټه: 2026-05-20