خبرونه

د ټرانسپورټي بنسټونو نوې دوره!

نیټه: 2026-04-14


کندهار، دامان ولسوالي د باروړونکي ترمینل جوړولو چارې د پرمختگ په حال کې دي

د کندهار ولایت دامان ولسوالۍ کې د څه باندې ۵۰۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د باروړونکي ترمینل د لومړي فاز ( چاپېرېدونکي دېوال د جوړولو او د ترمینل د ساحوي برخې د هوارونې چارې د پرمختګ په حال کې دي. یاده پروژه چې ۵۸۲ جرېبه ځمکه کې جوړیږي چارې به یې د دریو کلونو په موده کې بشپړې شي.

نیټه: 2026-04-14


دامان ولسوالۍ کې د مسافر وړونکي ترمینل پروژه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا د کندهار، دامان ولسوالۍ کې د عصري ترمینل جوړولو پروژه.
 گام په گام د پرمختللي ټرانسپورټ پر لور!
ویډیو👇

د کندهار، دامان ولسوالۍ کې د عصري ترمینل جوړولو پروژه. گام په گام د پرمختللي ټرانسپورټ پر لور!

نیټه: 2026-04-14


ابوالنصر فراهي بندر کې د باروړونکي ترمینل د ټرانسپورټي چارو ارزونه وشوه

د فراه ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم رئيس الحاج مولوي سید احمد ساجد او ورسره مل پلاوي د یاد ولایت ابوالنصر فراهي بندر کې د باروړونکي ترمینل څخه د لیدنې او ټرانسپورټي چارو ارزونې پرمهال د موټرچلوونکو او ټرنسپورټي شرکتونو استازو سره ناسته وکړه. په دغه ناسته کې د ټرانسپورټي چارو لا شفافیت او د خدماتو ښه والي په اړه کارکوونکو ته لازمې لارښوونې او همدارنګه موټرچلوونکو ته د ټرانسپورټي اصولو او کرایې لایحې پلي کولو په اړه ټینګار وشو.

نیټه: 2026-04-14