نیټه: 1405-03-13 چهارشنبه
د فراه ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست لخوا د ټرانسپورټي خدمتونو کیفیت ارزونې او ټرانسپورټي چارو لا ښه تنظیم په موخه، د یاد ولایت فراه رود کنټرولي بندر له ټرانسپورټي چارو څخه څارنه وشوه. په دغه څارنه کې د ټرانسپورټي نظم، د توکو خوندي لېږد رالېږد او په ټوله کې هېوادوالو ته د غوره ټرانسپورټي خدمتونو او سهولتونو برابرولو په برخه کې اړوند کار کوونکو او موټر چلوونکو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.