جغرافیايي معلوماتي سیستم (GIS) په اړه تخصصي سمینار پای ته ورسېد

نیټه: 1405-04-13 شنبه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند هواپېژندنې ریاست کارکوونکو ته د مسلکي وړتیاوو لوړولو او له نوې ټکنالوژۍ سره د بلدتیا په موخه، د جغرافیایي معلوماتي سیستم (GIS) او تحلیلي شبکو په برخه کې ۶ ورځنی تخصصي سمینار وړاندې شو. په دغه روزنیز سمینار کې ګډونوالو ته د یادو موضوعاتو په اړه هر اړخیزه زده کړې ورکړل شوې چې په دې سره به د نوې ټکنالوژۍ د اغېزمنې کارونې او مسلکي دندو لا ښه ترسره کولو په برخه کې د ګډونوالو وړتیاوې لا پیاوړې شي.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته