په تېرو پينځو کلونو کې ۸۶۱ ټرانسپورټي شرکتونه رامنځته شوي.

نیټه: 1405-05-21 چهارشنبه

د ټرانسپورټي خدمتونو تنظیم او هېوادوالو ته د خدماتو او سهولتونو برابرولو په موخه په تېرو پينځو کلونو کې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت، د ټرانسپورټي خدمتونو تنظیم او عرضې ریاست له لوري ۵۲۸ باروړونکي او ۳۳۳ مسافروړونکي ټرانسپورټي شرکتونه ثبت او د فعالیت اجازه لیکونه ورکړل شوي دي. د دې ترڅنګ په یاده موده کې د ټرانسپورټي شرکتونو سلګونه نمایندګیو ته هم د فعالیت اجازه لیکونه ورکړل شوي، چې اوس مهال د مسافرو او سوداګریزو توکو لېږد رالېږد په برخه کې خدمات وړاندې کوي.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته