نیټه: 1405-06-02 دوشنبه
د ننګرهار ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست لخوا د ټرانسپورټي خدمتونو کیفیت ارزونې او ټرانسپورټي چارو لا ښه تنظیم په موخه، د جلال اباد- کابل مسافروړونکې هډه کې له ټرانسپورټي چارو څخه څارنه وشوه. په دغه څارنه کې د ټرانسپورټي نظم لاښه تنظیم، د مسافرو خوندي لېږد رالېږد او په ټوله کې هېوادوالو ته د غوره ټرانسپورټي خدمتونو او سهولتونو برابرولو په برخه کې اړوند کارکوونکو او موټرچلوونکو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.