نیټه: 1405-06-31 سهشنبه
د افغانستان اسلامي امارت او ترکمنستان پلاوو په هرات ولایت کې د دوه ورځنۍ ناستې په پای کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورټي او ټرانزیټي اړیکو پر پراختیا هوکړه وکړه. دغه دوه ورځنۍ ناسته چې د افغانستان په کوربتوب او د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په مشرۍ جوړه شوې وه، نن (سهشنبه، د وږي ۳۱ مه) پای ته ورسېده. په دې ناسته کې دواړو لورو د ټرانسپورټ او ټرانزیټ اړوند موضوعاتو له هر اړخیزې ارزونې وروسته د ټرانسپورټي اړیکو پر پراختیا او په دې برخه کې د همکاریو پر زیاتوالي ټینګار وکړ. همداراز، دواړو خواوو هوکړه وکړه، چې د واټ ټرانسپورټ اړوندو موضوعاتو ته د رسېدنې په موخه به ګډ کمېسیون جوړ کړي. په دې ناسته کې د موټرچلوونکو او سوداګرو لپاره د ویزو د ورکړې په برخه کې د اړینو اسانتیاوو پر برابرولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي وسایطو د تګ راتګ د زیاتوالي پر اړتیا هم ټینګار وشو.