بغلان ولایت کې ټرانسپورټي خدمات

نیټه: 1405-07-02 پنج‌شنبه

بغلان ولایت ۴ لویې هډې، ۱۱ ټرانسپورټي مسیرونه او هېوادوالو ته د منظم او معیاري ټرانسپورټي خدماتو  وړاندې کولو روان بهیر
په بغلان ولایت کې د هېوادوالو د تګ راتګ اړتیاوو پوره کولو او په یاده برخه کې د اسانتیاوو برابرولو په موخه، د ټرانسپورټي خدماتو لا ښه تنظیم هڅې روانې دي.
د یاد ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست لخوا  د یاد ولایت اوسېدونکو ته د  ۴ لویو هډو له لارې په ۱۱ بېلابېلو مسیرونو باندې منظم  ټرانسپورټي خدمات وړاندې کېږي.
په دغه ټرانسپورټي هدو کې بغلان - کابل، بغلان- بلخ،  بغلان کندوز او مرکزي بغلان هډې شاملې دي چې لېږدونکي موټر یې د ټاکل شویو اصولو سره سم فعالیت لري او د مسافرو د لېږد رالېږد بهیر په منظم ډول ترسره کېږي.
د ټرانسپورټي چارو  ښه تنظیم ترڅنګ، د مسافر وړونکو موټرو وضعیت او د ټرانسپورټي اصولو پلي کول هم تر پاملرنې لاندې دي، ترڅو هېوادوالو ته مناسب او معیاري خدمات وړاندې شي.
په ټرانسپورټي هډو کې رامنځته شوی نظم، د موټرو منظم فعالیت او شته اسانتیاوې د مسافرو خوندي تګ راتګ او د ټرانسپورټي خدماتو کیفیت لوړولو ته لارې پرانیستلې دي
 په ټرانسپورټي هډو کې د نظم ټینګښت، د موټرو د فعالیت څارنه او د ټاکلو اصولو پلي کول هغه مهم اقدامات دي چې د مسافرو  خوندي تګ راتګ زمینه برابروي. ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت هڅه کوي چې د موجودو اسانتیاوو ترڅنګ، د ټرانسپورټي خدمتونو کچه لا لوړه او د هېوادوالو د اړتیاوو سره سم  لا اغېزمن خدمات وړاندې شي.

راپور👇

بغلان ولایت کې ټرانسپورټي خدمات


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته