تخار - کابل مسافر وړونکي ترمینل کې په ۲۴ ساعته ډول ټرانسپورټي خدمات وړاندې کېږي

نیټه: 1405-07-21 سه‌شنبه

د تخار ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست له‌خوا د تخار–کابل مسافروړونکي ترمینل له لارې د یاد ولایت اوسېدونکو ته په ۲۴ ساعته ډول منظم او معیاري ټرانسپورټي خدمات وړاندې کېږي. په دغه ترمینل کې چې شاوخوا ۲۰ ټرانسپورټي شرکتونه فعالیت لري د ټرانسپورټي اصولو سره سم د مسافرو د لېږد رالېږد چارې پر مخ وړي. په دغه ترمینل کې د ټرانسپورټي چارو غوره تنظیم، شفافیت او وړاندې کېدونکي خدمات هغه څه دي چې د منظم او اغېزمن ټرانسپورټي سیستم څرګندونه کوي او د مسافرو خوندي او پر وخت لېږد رالېږد ته زمینه برابروي.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته