په ننگرهار ولایت کې له ټرانسپورټي چارو څخه څارنه وشوه

نیټه: 1405-08-07 پنج‌شنبه

د ننګرهار ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم رئیس ملا انعام الله انعام، د یاد ولایت ټرانسپورټي بندرونو، هډو او ترمینلونو کې د چارو ښه تنظیم او هېوادوالو ته په یاده برخه کې د سهولتونو برابرولو په موخه له ټرانسپورټي چارو څخه څارنه وکړه. په دغه څارنه کې د ټرانسپورټي هډو او ترمینلونو کارکوونکو ته د ښو خدماتو وړاندې کول، له مراجعینو سره د ښه چلند او د ټرانسپورټي چارو لا ښه تنظیم په اړه اړینې سپارښتنې وشوې.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته