نیټه: 1405-08-23 شنبه
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت له لوري د ۱۶۷ میلیونه افغانیو په لګښت د کندهار ولایت باغ پل سیمه کې د یوه معیاري مسافروړونکي ترمینل د جوړولو ڪارونه د پلان سره سم پر مخ روان دي، چې دا مهال یې چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې دي. یاد ترمینل کې د مسافرو او موټرچلوونکو لپاره هر ډول اسانتیاوې په پلان کې نیول شوې، چې په نږدې راتلونڪي کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.