نیټه: 1405-08-30 شنبه
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت دویمي واحدونو د جي پي اېس او تخنیکي خدمتونو او خوندیتوب برخو کارکوونکو ته د جي پي اېس سیستم او موټرو تخنیکي ارزونې په اړه ۶ ورځنی ښوونیز سمینار پیل شو. په دغه سمینار کې به ګډونوالو ته په لیږدوونکو وسایطو کې د جیپياېس سیستم نصبولو، د یاد سیستم پېژندنې او نوي پلټفارم، د موټرو تخنیکي کنټرول، تخنیکي ارزونې، د وسایطو د شاسي او باډۍ د بدلون طرزالعمل، د رونډ نوبت کړنلارې او نورو اړوند موضوعاتو په اړه نظري او عملي زده کړې ورکړل شي.