نیټه: 1405-09-01 یکشنبه
د مسافرو خوندیتوب او ټرانسپورټي وسایطو معیاري کولو په موخه، د روان ۱۴۰۵لمریز کال په تېرو ۸ میاشتو کې، په هډو او ترمینلونو کې له سفر کولو وړاندې د شاوخوا ۶۰ زره مسافروړونکو او باروړونکو موټرو تخنیکي کنټرول ترسره شوی چې په ترڅ کې یې د ۱۰ زره وسایطو تخنیکي اصلاح شوې. اود ۳ زره وسایطو فعالیت د تخنیکي ستونزو د حل په موخه ځنډول شوی دی. همدارنګه د موټرو د تخنیکي کنټرول ترڅنګ د روان کال په تېرو ۸ میاشتو کې، د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره د ۶۳ زره،۱۸۳ موټرو تخنیکي ارزونه ترسره شوې ده.