نیټه: 1405-09-02 دوشنبه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت یو شمېر رئیسانو او د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ملا محمد ابراهیم صدر په ګډون پلاوي نیمروز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست له مسؤلینو سره لیدنه او د دغه ولایت ټرانسپورټي چارو د وضعیت ارزونه وکړه. یاد پلاوي د دغه ولایت ټولو ټرانسپورټي هډو او ترمینلونو کې د ټرانسپورټي فعالیتونو څخه له نږدې کتنه وکړه او د ټرانسپورټي خدماتو لا ښه والي، موټرچلوونکو او مسافرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په موخه یې لازمې پرېکړې وکړې.