نیټه: 1405-09-03 سهشنبه
د فراه ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست لهخوا د موټرچلوونکو او ټرانسپورټي شرکتونو استازو ته د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت پلي کېدونکو برېښنايي سیسټمونو د ګټو، اسانتیاوو او روڼتیا په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. په دې پروګرام کې ګډونوالو ته د ټرانسپورټي حقالخدمت د ورکړې څرنګوالي او د باروړونکو ټرانسپورټي وسایطو په برخه کې د موبایل اپلېکېشن د کارولو د طریقې په اړه هم اړین معلومات وړاندې شول.