کندوز، ننگرهار او بلخ ولایتونو کې د بار اپلېکیشن په اړه عامه پوهاوی وړاندې شو

نیټه: 1405-09-05 پنج‌شنبه

د کندوز، ننګر هار او بلخ ولایتونو واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاستونو له‌خوا، په اړوند ولایتونو کې موټرچلوونکو او ټرانسپورټي شرکتونو استازو ته د بار اپلېکشن د کارونې د بارونو د ثبت او ترلاسه کولو د څرنګوالي او د دغه سیستم له لارې د ټرانسپورټي چارو د تنظیم په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو. همدارنګه په دغه پروګرام کې د یاد اپلېکشن عملي کارونې بېلابېلې برخې ګډونوالو ته تشریح او د نورو برېښنايي سیستمونو په اړه هم مفصل معلومات ورکړل شول.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته