بلخ ولایت کې د یوې مهمې پروژې چارې روانې دي

نیټه: 1405-09-07 شنبه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مالي او اداري معین حافظ صدیق‌الله عابد په مشرۍ پلاوي، چې د پلان او زیربناوو د پراختیا لوی رئیس، د عامه اطلاعاتو او نشراتو او کارکوونکو چارو رئیسانو پکې ګډون درلود، بلخ ولایت ته د سفر پر مهال د یاد ولایت حیرتان دوراهي باروړونکي ترمینل پروژې څخه لیدنه او څارنه وکړه. په دغه څارنه کې د پروژې ترسره شوې چارې وارزول شوې او د پلي کوونکي شرکت استازو ته، د پاتې چارو د کیفیت او پر وخت بشپړولو سپارښتنې وشوې. یاده پروژه چې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د۸۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت په زر جرېبه ځمکه پلي کېږي، د ترمینل اصلي ودانۍ، پارکینګ، د ټرانسپورټي شرکتونو دفترونه او نور تاسیسات پکې شامل دي او چارې یې نږدې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته