د بلخ ولایت سوېل لوېدیځ مسیرونو لپاره د ترمینل جوړولو سروې پیل شوه

نیټه: 1405-09-07 شنبه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مالي او اداري معین حافظ صدیق‌الله عابد، د خپل مل پلاوي په ملتیا، بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې نن (شنبه، د لیندۍ ۷مه) د یاد ولایت قلعه‌زیني سیمه کې د ۲۷۹ جریبه ځمکې څخه لیدنه وکړه او پر دغه ځمکه یې د "الفتح" په نوم د یوه معیاري ترمینل د جوړولو سروې پیل کړه. یاد ترمینل د جوزجان، فاریاب، سرپل، بادغیس او هرات ولایتونو ته د تلونکومسافرو او وسائطو ته د ټرانسپورټي خدماتو وړاندې کولو په موخه طرحه شوی، چې یو معیاری ترمینل به د څه باندې ۴۰۰ میلون افغانیو په ارزښت جوړ شي. یاد ترمینل کې ټول اړین تأسیسات په نظر کې نیول شوی.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته