په تېرو ۶ میاشتو کې څه کم ۱۱ سوه کارگو الوتنې ترسره شوې دي

نیټه: 1405-07-06 دوشنبه

د روان کال په تېرو شپږو میاشتو کې له کابل نړیوال هوايي ډګر څخه څه کم ۱۱سوه کارګو الوتنې ترسره شوې دي، چې په دې کې ۱۱۱ خالصې کارګو الوتنې دي، چې د ۷۵۳۵.۰۹۷ ټنه توکو صادارات او واردات يې ترسره کړي دي او ۹۶۵ مسافروړونکي کارګو الوتنې، چې شاوخوا ۱۰۳۵۱ ټنه توکي يې لېږدولي دي. یادې کارګو او ګډې الوتنې د بېلابېلو هوايي شرکتونو له خوا هند، متحده عربي اماراتو، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو ته ترسره شوې دي. ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د کارګو الوتنو د لا پراختیا، د سوداګرو د لګښتونو د کمولو په موخه په یو شمېر خدماتو کې د پام وړ تخفیفونه هم منظور شوي دي. د هوايي چلند د امنیت فیس چې مخکې د هر ټن کارګو لپاره ۱۰۰ امریکايي ډالر و، اوس ۱۰ ډالرو ته راښکته شوی دی. همدارنګه د ځمکنيو خدمتونو فیس چې مخکې د هر ټن لپاره ۹۶ ډالر و، اوس ۴۰ ډالرو ته راټیټ شوی دی او سربېره پر دې د منظمو ځانګړو کارګو الوتنو لپاره په اړوندو خدماتو کې ۲۵ سلنه تخفیف او د غیرمنظمو ځانګړو کارګو الوتنو لپاره ۵۰ سلنه تخفیف هم په پام کې نیول شوی دی.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته