د ټرانسپورټي خدمتونو او زیربناوو د پراختیا په موخه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر هڅې

د ټرانسپورټ او هوايي چلند سکټور د هېواد د اقتصادي ودې، سوداګریزو اړیکو، د خلکو د تګ راتګ او د سیمهییز اتصال په پیاوړتیا کې مهم رول لري. د دې سکټور پرمختګ په اړوندو برخو کې د مهمو پرژو د پلي کېدو او پيل کيدو تر څنګ په دوامداره څارنه، د چارو پر وخت بشپړولو، د ټرانسپورټي خدمتونو په ښه مدیریت او له اړوندو ادارو او ګاونډیو هېوادونو سره په همغږۍ کولو پورې تړلی دی.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر الحاج ملا محمد فاضل مظلوم په وروستیو میاشتو کې د خپلو کاري لیدنو، ولایتي سفرونو او رسمي ناستو له لارې د همدې موخو د تحقق لپاره بېلابېلې هڅې کړې دي. د پلازمېنه کابل په ټرانسپورټي ترمینلونو کې د روانو رغنیزو چارو له څارنې نیولې، د هرات نړیوال هوايي ډګر د بیارغونې او ساتنې تر پروژو، د حیرتان او شیرخان بندرونو د فعالیتونو تر ارزونې او له ازبکستان سره د ټرانسپورټي همکاریو تر پراختیا پورې، د نوموړي فعالیتونه د دې سکټور د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا پر اهمیت راڅرخي.
د ټرانسپورټي پروژو څارنه او پراختیا
د ټرانسپورټي زیربناوو پراختیا د مسافرو او باروړونکو موټرو د تګ راتګ په تنظیم، د ښاري نظم په ښهوالي او د ټرانسپورټي خدمتونو په معیاري کولو کې مهمه ونډه لري. له همدې امله د روانو پروژو څارنه او د هغوی د کیفیت ارزونه د وزارت له مهمو کاري لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي.

(په کابل کې د ارغندۍ ترمينل)
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر الحاج ملا محمد فاضل مظلوم د روان کال د وري میاشتې په شلمه نېټه، د کابل په ارغندۍ سیمه کې د مسافروړونکو موټرو ترمینل او د باروړونکو موټرو د تېرپارک، همداراز په میدان وردګو ولایت کې د باروړونکو موټرو د ترمینل او تېرپارک له روانو رغنیزو چارو لیدنه وکړه. نوموړي د پروژو پرمختګ له نږدې وارزاوه او مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه چې د چارو د چټکتیا، کیفیت او تخنیکي معیارونو رعایت ته جدي پاملرنه وکړي، تر څو پروژې پر ټاکلي وخت بشپړې او د خلکو د خدمت لپاره چمتو شي.
همدارنګه د تلې میاشتې په اتمه نېټه د کابل ولایت په ارغندۍ سیمه کې د یادو پروژو د څارنې پر مهال د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري هم ملګری و. په دې لیدنه کې د رغنیزو چارو د پرمختګ ترڅنګ، د ترمینل د چاپېریال د سمسورتیا موضوع هم مطرح شوه او د مناسبو ساحو د ټاکلو او د ونو او بوټو د کېنولو لپاره د لازمو تدابیرو پر نیولو ټینګار وشو او د لړم میاشتې په اوومه نېټه د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزير الحاج ملا محمد فاضل مظلوم، چې مالي او اداري معين حافظ صديقالله عابد او دفتر رئیس مولوي عبیدالله اغا سبحاني يې هم ملتيا کوله، د لوړو زدهکړو له وزير ښاغلي شېخ ندا محمد ندیم، چې د پوليخنيک پوهنتون رئیس استادان او مسلکي انجنيران هم ورسره مله وو، یو ځای د ارغندۍ ترمينل پروژې له تخنيکي چارو لیدنه وکړه. د دغو لیدنو اساسي پیغام دا و چې په ټرانسپورټي پروژو کې کیفیت، چاپېریالي او تخنيکي وضعیت او د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو وړتیا هم باید په پام کې ونیول شي.
د خواجه عبدالله انصاري نړیوال هوايي ډګر د بیارغونې او ساتنې څخه څارنه
هوايي ډګرونه د هېواد د نړیوالو اړیکو، د مسافرو د لېږد او اقتصادي فعالیتونو مهم ځایونه دي. د هوايي ډګرونو د زیربناوو ساتنه، د ځغاستلیکو معیاري وضعیت او د تخنیکي اصولو رعایت د خوندي او اغېزمن هوايي ټرانسپورټ لپاره اساسي اهمیت لري.

(په هرات ولایت کې د خواجه عبدالله انصاري نړیوال هوايي ډګر)
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر د ۱۴۰۵ل کال د لړم میاشتې په ۳۰مه نېټه هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د خواجه عبدالله انصاري نړیوال هوايي ډګر د ځغاستلیکې د بیارغونې او د هوايي ډګر د ساتنې او پاملرنې له پروژو لیدنه وکړه. نوموړي د یادو پروژو د پرمختګ او پلي کېدو بهیر له نږدې وڅاره، بېلابېلې برخې یې وارزولې او د چارو پر معیاري ترسره کېدو، د تخنیکي اصولو پر رعایت او د هوايي ډګر د تاسیساتو پر ساتنې یې ټینګار وکړ. د هوايي ډګرونو د زیربناوو دوامداره ساتنه او د بیارغونې پروژو معیاري پلي کېدل د دې زمینه برابروي چې شته تاسیسات په اغېزمن ډول وکارول شي او د هوايي ټرانسپورټ د خدمتونو د کیفیت د لوړولو لپاره لازم شرایط رامنځته شي.
د کندهار ولایت د هوايي او ځمکني ټرانسپورټي پروژو ارزونه
د هېواد په مهمو ولایتونو کې د ټرانسپورټي زیربناوو او خدمتونو پراختیا د خلکو د تګ راتګ، سوداګریزو فعالیتونو او سیمهییز اتصال لپاره ځانګړی اهمیت لري.

(په کندهار ولایت کې د نساجۍ مسافروړنکي ترمینل پروژه)
له همدې امله د ولایتي پروژو او هوايي ډګرونو له نږدې څارنه د وزارت د کاري لومړیتوبونو یوه برخه جوړوي. د همدې موخې لپاره د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر او په دغه ولایت کې د وزارت اړوند ټرانسپورټي پروژو او ترمینل څخه لیدنه وکړه. نوموړي د یادو تاسیساتو او پروژو وضعیت له نږدې وڅاره او د اړوندو برخو د چارو د ښهوالي او د ټرانسپورټي خدمتونو د لا پراختیا په اړه یې ارزونه ترسره کړه.
دا ډول سفرونه د دې زمینه برابروي چې د مرکز او ولایتونو ترمنځ کاري اړیکې پیاوړې شي، د پروژو او خدمتونو شته وضعیت په مستقیم ډول وارزول شي او د اړتیاوو او ستونزو د حل لپاره لازمې لارښوونې وشي.
د حیرتان او شیرخان بندرونو د ټرانسپورټي فعالیتونو ارزونه
د افغانستان د سوداګرۍ او ځمکني ټرانسپورټ په بهیر کې بندرونه ځانګړی اهمیت لري. د باروړونکو موټرو د تګ راتګ تنظیم، د موټرچلوونکو او سوداګرو لپاره د اسانتیاوو برابرول او د ټرانسپورټي فعالیتونو اغېزمن مدیریت د سوداګریزو چارو پر چټکتیا او د لېږد رالېږد پر بهیر مستقیم اغېز لري.

(حیرتان بندر)
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر د ۱۴۰۵ل کال د لړم میاشتې په دویمه نېټه د بلخ ولایت حیرتان بندر ته سفر ترسره کړ او هلته یې د باروړونکو موټرو د تګ راتګ بهیر، د ټرانسپورټي فعالیتونو او د موټرچلوونکو او سوداګرو لپاره د شته اسانتیاوو وضعیت له نږدې څارنه وکړه. نوموړي اړوندو مسؤلینو ته د موټرو د تګ راتګ د تنظیم، د ټرانسپورټي چارو د لا ښه مدیریت او اړوندو چارو د ښه ترسره کولو په اړه لازمې لارښوونې وکړې. همداراز د همدې میاشتې په څلورمه نېټه کندوز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شیرخان بندر د باروړونکو موټرو له ترمینل څخه هم لیدنه او د ټرانسپورټي فعالیتونو وضعیت ارزونه وکړه.
د دغو لیدنو موخه د بندري فعالیتونو د لا اغېزمن مدیریت، د بار لېږد رالېږد د بهیر د ښهوالي او د ټرانسپورټي خدمتونو پر وړاندې د شته ستونزو معلومول او حل کول وو.
په کندوز ولايت کې د ټرانسپورټي پروژو او خدمتونو څارنه
د قدرمن وزیر صاحب ولایتي سفرونه د بندرونو او لویو زیربنایي پروژو د لیدنې تر څنګ د ولایتونو د ټرانسپورټي چارو د تنظیم او د اړوندو ترمینلونو د وضعیت ارزونه هم په کاري اجنډا کې شامل وو.

کندوز ولایت ته د سفر پر مهال يې د واټ ترانسپورټ تنظیم ریاست له مسؤلینو او کارکوونکو سره وکتل او د ټرانسپورټي چارو د ښهوالي په موخه یې ورته لازمې لارښوونې وکړې. نوموړي د دشتابدان سیمې، علياباد او چهاردرې ولسوالیو د باروړونکو موټرو د تيرپارکونو له روانو پروژو څخه هم لیدنه وکړه او د اړوندو شرکتونو استازو ته یې د پروژو د معیاري پلي کېدو په اړه لازم هدایات ورکړل. سربېره پر دې د کندوز ـ کابل د مسافروړونکو موټرو له ترمینل څخه یې هم لیدنه وکړه او له نږدې څخه يې د ټرانسپورټي چارو وضعیت ارزونه ترسره کړه.
دا ډول ولایتي لیدنې د دې فرصت برابروي چې د مرکز او ولایتونو ترمنځ کاري همغږي پیاوړې شي، د پروژو د پلي کولو بهیر وارزول شي او د خلکو ټرانسپورټي اړتیاوو ته د ښه ځوابولو لپاره لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشي.
د ټرانسپورټي پروژو د پلي کېدو په برخه کې همغږي
د ټرانسپورټي پروژو لا ښه تطبیق له اړوندو ادارو سره همغږي، د اجرایي چارو اسانتیا او د مسؤلیتونو روښانه تنظیم هم غواړي.

(د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت یوه څنډه)
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر الحاج ملا محمد فاضل مظلوم د ۱۴۰۵ل کال د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند سره د ټرانسپورټي پروژو د پلي کېدو په اړه ناسته وکړه. په دې ناسته کې د یاد وزارت معینانو او یو شمېر رئیسانو هم ګډون درلود. د ناستې په ترڅ کې د ټرانسپورټي او خدماتي پروژو پر وخت او اغېزمن تطبیق، د ښاري نظم او د مسافرو د اسانتیاوو لپاره د ټرانسپورټي هډو او ترمینلونو پر جوړولو او تنظیم، د دواړو وزارتونو ترمنځ د لا ښې همغږۍ او اسانتیاوو پر رامنځته کولو خبرې وشوې.
د دې ناستې موخه دا وه چې د ټرانسپورټي پروژو د پلي کېدو لپاره د اړوندو ادارو ترمنځ همغږي زیاته شي، د چارو پر وړاندې ځينې ستونزې هوارې او شته امکانات په ښه ډول وکارول شي، تر څو پروژې پر وخت او په اغېزمنه توګه بشپړې شي.
له شرکتونو او سوداګرو سره د کاري همغږۍ پیاوړتیا
د ټرانسپورټي خدمتونو د ښهوالي او د سوداګریزو فعالیتونو د اسانتیا لپاره د خصوصي سکټور همغږي مهم رول لري. شرکتونه او سوداګر د ټرانسپورټي خدمتونو په وړاندې کولو، د بارونو په لېږد رالېږد او د سوداګریزو فعالیتونو په پراختیا کې مهمه ونډه لري. د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر له بېلابېلو ټرانسپورټي شرکتونو له استازو او سوداګرو سره هم لیدنې ترسره کړې دي. په دغو لیدنو کې د هغوی د فعالیتونو، غوښتنو او اړوندو ټرانسپورټي موضوعاتو په اړه خبرې او د چارو د ښهوالي لپاره د نظرونو تبادله شوې ده.
له خصوصي سکټور سره دا ډول لیدنې د متقابلې همکارۍ د پیاوړتیا، د شته ستونزو د پېژندلو او د ټرانسپورټي خدمتونو د لا اغېزمن مدیریت لپاره مهمې دي.
له سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو سره د اړیکو پراختیا
افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له مخې د سیمې د سوداګرۍ او ټرانزیټ په بهیر کې مهم ځای لري. له ګاونډیو او سیمهییزو هېوادونو سره د ټرانسپورټي اړیکو پراختیا، د موټرچلوونکو لپاره د اسانتیاوو برابرول او د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد د بهیر ساده کول د سوداګرۍ د ودې او سیمهییز اتصال د پیاوړتیا لپاره مهم فرصتونه برابرولای شي.

د ۱۴۰۵ل کال د زمري میاشتې په څلورمه نېټه د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر الحاج ملا محمد فاضل مظلوم د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر الهام مخکاموف رستمویچ او مل پلاوي سره ولیدل. په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورټي اړیکو د پراختیا، د ټرانزیټي اسانتیاوو د برابرولو او د دواړو هېوادونو د موټرچلوونکو لپاره د ویزو د ورکړې د بهیر د اسانتیا په اړه خبرې وشوې. د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د دوامدارو همکاریو یادونه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې ازبکستان ته د افغان ټرانزیټي وسایطو د تګ راتګ د زیاتوالي لپاره به لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي. د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل پرمختګ او همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د دغو موخو د تحقق لپاره باید عملي ګامونه پورته شي. په پای کې هوکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیمونه به د ټرانسپورټي او ټرانزیټي اسانتیاوو د لا پراختیا لپاره ګډې عملي چارې پیل کړي.
د دې ترڅنګ، وزیر صاحب په کابل کې د قطر، ترکیې او ایران له سفیرانو سره هم جلا جلا لیدنې ترسره کړې دي. په دغو لیدنو کې د یادو هېوادونو له استازو سره د اړیکو د پیاوړتیا او د ټرانسپورټ او هوايي چلند په برخو کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وشوې. دغه لیدنې د دې څرګندونه کوي چې وزارت د کورنیو ټرانسپورټي خدمتونو او زیربناوو د پراختیا ترڅنګ، له سیمهییزو او نړیوالو شریکانو سره د اړیکو او همکاریو پراختیا ته هم پاملرنه کوي.
له یادو لیدنو څرګندېږي چې د هېواد د ټرانسپورټي خدمتونو د پراختیا لپاره کورنۍ هڅې او له سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو سره د همکاریو پیاوړتیا دواړه مهم دي. د ټرانزیټي اسانتیاوو پراختیا له یوې خوا د موټرچلوونکو او سوداګرو لپاره د لېږد رالېږد بهیر اسانه کوي او له بلې خوا د افغانستان او سیمې ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو لپاره زمینه برابروي.
له عاليقدر امیرالمؤمنین(حفظهالله تعالی) سره د ترسره شویو فعالیتونو د راپور شریکول
د وزارت د فعالیتونو د تعقیب، د ترسره شویو چارو د راپور ورکولو او د راتلونکو کاري موخو د روښانه کولو په پار د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر الحاج ملا محمد فاضل مظلوم د خپلو ترسره شویو فعالیتونو او کاري هڅو راپور له امیرالمؤمنین سره هم شریک کړ. په دې راپور کې د وزارت د کاري فعالیتونو، ولایتي سفرونو، د ټرانسپورټ او هوايي چلند پروژو د څارنې، له اړوندو ادارو او نړیوالو استازو سره د لیدنو او د ټرانسپورټي خدمتونو د پراختیا په موخه د ترسره شویو هڅو په اړه معلومات وړاندې شول.
د ترانسپورټ او هوايي چلند سکټور پرمختګ دوامداره پاملرنې، منظمې څارنې، د ادارو ترمنځ همغږۍ او د سیمهییزو همکاریو پیاوړتیا ته اړتیا لري. د وزیر صاحب یادې لیدنې او ناستې د همدې موخو د تعقیب یوه برخه جوړوي؛ هغه موخې چې د تحقق په صورت کې یې د هېوادوالو د ترانسپورټي خدمتونو د کیفیت لوړولو او د افغانستان د ټرانسپورټي او ټرانزیټي ظرفیتونو د پیاوړتیا لپاره مهمې پایلې لرلای شي.