موټر په پام چلوه
د لويو لارو موټرچلوونکیه
ته خبر یې له سپرلیو ډک موټر ته ورپورته کېدل او بیا یې په بې پروایی سره ځغلول څومره لوی مسئولیت لري؟ ستا په موټر کې په لسگونو کسان سفر کوي او هر کس په خپل سر کې د راتلونکي لپاره یوه رنگینه دنیاگۍ لري، خپلوان او کورنۍ لري، ته باید دې ټولو ته پام او احترام وکړې. کله چې دې په زړه کې د موټر چلولو هوس او هيله پيدا شوه له دې وړاندې چې موټر ته پښه ورپورته کړې، لومړی له ځان سره فکر وکړه چې ايا د دې وړتيا لرې چې دومره لوی مسئولیت پر غاړه واخلې؟ د موټر له تخنیک سره بلد یې؟ ماغزه دې په مکمل ډول فعال دي؟ كومې نشې او حادثې خو به نه وي ځپلي؟ سترگې او غوږونه دې سم کار کوي؟ لاسونو پښو او د بدن نورو غړو ته دې وگوره، چې روغ او د موټر چلولو وړتيا لري او که نه؟ کله دې چې دا هر څه مکمل او جوړ وو بیا په پوره مهارت د موټر چلول زده کړه، د موټر چلول داسې زده کړه، لکه پوهنتون چې وايي؛ لکه څنگه چې نیمه ډاکټر انسانان وژلی شي، که د یو چا موټرچلونه سمه نه وي زده، هغه هم د ډېریو انسانانو له ژوند سره لوبې کولی شي. کله چې دې د موټر چلولو زده کړه پای ته ورسېده بیا د رسمي سند یا لایسنس په لټه کې شه په اصولي او قانوني ډول په خپل استعداد او وړتيا لايسنس واخله او له دې وروسته په بسم الله سره موټر ته پښه ورپورته کړه او له ځان سره فکر وکړه چې ما ته یو لوی مسئولیت را وسپارل شو او که چېرې ته خپله دنده په ښه شان سر ته ورسوې، ستا هره شېبه په عبادت کې حسابېږي، ځکه له تا سره گڼ مسافرين له یوې سيمې بلې ته سفر کوي، ته بايد د دې ټولو په خونديتوب فکر وکړې خدای مه کړه که چېرې دوی ته کومه پېښه کېږي او دا پېښه ستا له کبله وي، الله ج به يې درنه پوښتنه کوي او د دوی په مرگ ژوبله کې به ته حتماً ملامت او مجرم وبلل شي.

دا شېبه دې هر وخت سترگو ته ودروه کله چې موټر روانوې، له روانېدو وړاندې یو ځل خپل ځان ته پام وکړه، چې خوب دې پوره او په ذهني ډول خو له کوم مشکل سره نه یې مخ ، له دې وروسته خپل موټر وړاندې له دې چې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د تخنیک چک کارکوونکي يې درته چک کړي، په سمه توگه وگوره، کله چې سل سلنه يې پر روغوالي ډاډه شوې. بیا )سُبْحانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ * وَ إِنَّا إِلَى رَبِّنَا لَمُنْقَلِبُونَ) په لوړ اواز ووايه چې ټول مسافر يې واوري او له تاسره يې تکرار کړي.
بيا دې ملا وستونی یا کمبربند وتړه
ایا پوهېږې، چې د کمربند تړل څومره گټه لري؟ دا کار د ټکر پر وخت ستا او ستا سره په خوا کې د سپرلیو مرگ ژوبله پنځوس سلنه را کموي.

ايا خبر يې چې په نړۍ کې هره ورځ څو کسان د ټرافیکي پېښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي؟
هره ورځ په منځني ډول تر درې نیم زره کسانو څخه زيات د ټرافیکي پېښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي او په سلگونو نور ټپيانېږي. دا شمېر د ناڅاپي مرگونو او معلولیتونو تر ټولو لوی لامل دی او د ملگرو ملتونو د احصایې له مخې د پنځلس کلنو او نهه ویشت کلنو تر منځ د مړينې لوی لامل ترافيکي پېښې دي. دا چې په نړۍ کې د موټرو شمېر له ورځې نه بلې ته په ډېرېدو دی؛ نو ټرافیکي پېښې هم ورسره زياتېږي او څېړنې ښيي چې د ټرافیکي پېښو تر ټولو لوی لامل پخپله موټرچلوونکی دی.

ته نه وينې چې په لویو لارو کې کابو هره ورځ یوه نه يوه ټرافیکي پېښه را منځته کېږي، زموږ هېوادوال چې څو لسيزې وروسته د سولې له نعمته برخمن شوي دي پکې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي؟
نو د لويو لارو موټر چلوونکیه
موټر په پام چلوه
د موټر د چلولو پر مهال دې ټليفون مه کاروه له دې پرته چې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت له لورې د جي پي ايس له خوا ستا سرعت کنټرول شي په خپله سرک او ترافيکي نښو ته په لېدو دې سرعت کنټرول کړه. له موټر سره لوبې مه کوه په پوره هوښیاری موټر چلوه او ځان په کابو کې ساته، ته د دې مسئولیت لرې، چې درسره سپرلۍ په خوندي ډول تر خپلو سیمو او کورنيو ورسوي.
📋:دا مقاله په لومړي ځل د « ټرانسپورټ او هوايي چلند» مجلې په پرلهپسې څلورمه ګڼه کې خپره شوې ده.