د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې برېښنايي دروازې
په داسې حال کې چې نړۍ د ټکنالوژۍ پر لور په چټکۍ سره ګامونه اخلي، د ټرانسپورټ سکټور هم له دې بدلون څخه وروسته نه دی پاتې. برېښنايي دروازې یا ټولګېټونه د عصري ټرانسپورټي سیستم یوه مهمه برخه ده، چې د سړکونو د مدیریت او کنټرول تر څنګ د عوایدو راټولولو، شفافیت او د خدماتو د معیاري کولو په برخه کې هم بنسټیز رول لري. دا سیسټمونه اوس زموږ په هېواد کې هم د پلي کېدو په حال کې دي، چې د افغانستان د ټرانسپورټي نظام د عصري کولو لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.

(د پلازمېنه کابل څرخي پُل برېښنايي دروازې 3D نقشه)
برېښنايي دروازې په اصل کې داسې عصري سیسټمونه دي، چې د سړکونو او بندرونو له لارې د تګ راتګ کوونکو وسایطو څخه د خدماتو فیس په اتومات ډول راټولوي. په دې سیسټم کې موټرچلوونکي د خپلې استفادې مطابق فیس ورکوي، یعنې هر څومره چې له سړک څخه ګټه پورته کېږي، هماغومره به لګښت پرې راځي. چې د هېواد د سړکونو د ساتنې او پراختيا لپاره مهم بلل کېږي او تر ټولو ستره ګټه يې د عوایدو شفاف راټولول دي. د دې عصري سیسټم له لارې ټول عواید په منظم، دقیق او شفاف ډول ثبت او راټولېږي. سربېره پر دې په دې دروازو کې د امنیتي کمرو، د معلوماتي ټکنالوژۍ کارول او د مدیریت پرمختللي سیسټمونه د دې لامل کېږي، چې خوندیتوب تامين او د موټرو بهير په ښه ډول تنظيم شي.
دا دروازې یو بشپړ خدماتي کمپلکس ګڼل کېږي، چې په دې کې اداري ودانۍ، د تګ او راتګ جلا لینونه، د وزن معلومولو وسایل (ترازو)، د دوامدار برېښنا سیستم، جومات، تشنابونه، پارکینګونه، کمرې، معلوماتي سکرینونه، کانټېنونه او کاپي شاپونه او نور اړین خدمات شامل وي. دا ټول امکانات د دې سبب ګرځي چې هم موټرچلوونکو ته اسانتیاوې برابرې شي او هم د ټرانسپورټي سیستم کیفیت لوړ شي.

(د کندهار ولایت سپين بولدک برېښنايي دروازې3D نقشه)
په افغانستان کې د برېښنايي دروازو جوړولو پروګرام د عامه او خصوصي مشارکت له لارې پر مخ وړل کېږي، چې دا خپله د پانګونې د جلب او د پروژو د چټک تطبیق لپاره یو اغېزناک میکانېزم دی. د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په هڅو دا مهال د برېښنايي دروازو دوه پروژې د تطبیق په حال کې دي او شپږ نورې پروژې د اعلان لپاره چمتو شوې دي، چې دا د هېواد په کچه د یوه پراخ بدلون نښه ده. دا دوه پروژې، چې د تطبیق په حال کې دي، یوه يې د پلازمېنه کابل څرخي پله په ختيځ کې موقعيت لري، چې په څه باندې ۱۱ جريبه ځمکه کې د ۱۶۲ میليونه افغانيو په لګښت جوړېږي، چې دا مهال يې چارې کابو ۳۰سلنه پر مخ تللې دي او دویمه پروژه د کندهار ولايت په سپين بولدک کې موقعيت لري، چې په څه باندې ۷۱ میليونه افغانيو په لګښت په ۱۰ جريبه ځمکه کې جوړېږي او دا مهال يې چارې ۱۵سلنه پر مخ تللې دي. همدا رنګه ۶نورې پروژې اعلان ته چمتو دي، چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو لکه هرات، کندوز، مزار شريف، جوزجان او کندهار ولايتونو کې جوړېږي.

(د پلازمېنه کابل د څرخي پُل برېښنايي دروازه، چې دا مهال يې چارې ۳۰سلنه پر مخ تللې دي)
د دې پروژو پلي کېدل به د هېواد د ترانسپورټي نظام په بڼه کې بنسټیز بدلون راولي. له یوې خوا به د سړکونو ساتنه او پراختیا تضمین شي، له بلې خوا به د عوایدو راټولولو بهیر شفاف او منظم شي. همدارنګه د ټرافیکي ګڼېګوڼې کمېدل، د سفر وخت لنډېدل، د امنیت ټینګښت او د خدماتو ښه کېدل به هغه مهمې ګټې وي چې هېوادوال به ترې برخمن شي.
که دا پروژې په بریالیتوب سره تطبیق شي، نو افغانستان به د سیمې له هېوادونو سره د عصري ټرانسپورټ په ډګر کې سیالي وکړي او خپلو هېوادوالو ته به معیاري او خوندي خدمات وړاندې کړي.

(د کندهار سپين بولدک برېښنايي دروازه، چې دا مهال يې چارې ۱۵سلنه پر مخ تللې دي)