نړیوال هوايي ټرانسپورټ اتحاديې رول او اهمیت

د نړيوال هوايي ټرانسپورټ اتحادیه (IATA) د نړۍ د هوایي چلند په برخه کې یوه له مهمو او اغېزناکو موسسو څخه ده، چې د هوایي ټرانسپورټ د پراختیا تنظیم او خوندیتوب لپاره خپلې چارې پر مخ وړي. دا اتحادیه، چې په ۹۴۵ ۱ز کال کې د کيوبا په پلازمېنه هاوانا کې د ٢٦٠ مشهورو هوايي شرکتونو له خوا تاسیس شوه، د دويمې نړیوالې جگړې وروسته د هوايي ټرانسپورټ د چټکې پراختیا له امله رامنځته شویو ستونزو ته د حل لارې موندلو په موخه جوړه شوه. د IATA اصلي مرکز د کاناډا په مونتريال ښار کې دی، خو د مالي کمېټې مرکزي دفتر يې د سويس په جینوا ښار کې موقعيت لري. دا اتحاديه د ۱۹۱۹ ز کال د لاهه په ښار کې د تاسیس شوې نړيوالې هوايي ترافيكي ټولنې ځای ناستې ده او اوسمهال د نړۍ ۸۳ سلنه هوايي ترافيک د دې اتحاديې تر چتر لاندې فعاليت كوي.

د IATA ماموريت او موخې

IATA د هوايي سفرونو د خونديتوب نظم او اقتصادي پراختیا لپاره کار کوي. دا اداره د نړيوالو هوايي شرکتونو ترمنځ د همکارۍ لپاره یو مهم پلیټفارم دی چې د هوایي ټرانسپورت په اړه د سوداگريزو او تخنيکي مسايلو په حل کې مرسته کوي. د دې اتحاديې يوه له مهمو دندو څخه د درې توريزو (Three-Letter Code) کوډونو جوړول دي، چې د نړۍ هر هوايي ډگر د يو ځانگړي کوډ له لارې پېژندل کېږي. دا کوډونه چې د نړيوالو معیارونو پر بنسټ جوړېږي، د هوايي ډگرونو د تنظيم او د خدماتو د کيفيت د څارنې لپاره کارول کېږي او په ټوله نړۍ کې د باور وړ دي. IATA د نړيوالو سازمانونو لکه د نړیوال هوایي چلند سازمان (ICAO) سره همکاري کوي او د هوايي شرکتونو او دولتونو ترمنځ د اړيکو د پل په توگه کار کوي. دا يو غير دولتي، غير سياسي سازمان دی، چې غړيتوب يې د هغو هوايي شرکتونو لپاره اختیاري دی چې د ICAO غړو هیوادونو په اجازه فعالیت کوي او منظمي نړيوالي الوتني لري.

د IATA جوړښت او فعاليتونه

د IATA اتحاديي مالي، حقوقي، تخنيكي، ترافيكي او طبي کمېټې لري چې هره يوه يې په خپله برخه کې تخصصي فعاليتونه ترسره کوي. د بېلگې په توگه د دې اتحاديې د مالي کمېټې يوه مهمه اداره د حساب تصفيې اداره (Clearing House) ده، چې د سویس په جینوا کې موقعيت لري. دا اداره هوايي شرکتونو ته دا امکان برابروي، چې خپل عایدات د خپل انټرلاین سیستم له لارې په اسانۍ تصفيه کړي. دا سيستم د شرکتونو ترمنځ مالي همکاري پیاوړې کوي او د هوایي ټرانسپورټ سوداگریز موثريت زياتوي.

د افغانستان ګډون

د افغانستان لپاره د IATA اهمیت له پامه غورځول کېدونکی نه دی. د آريانا افغان هوایي شرکت په ۱۹۷۰ز کال د نومبر په ۱۲ مه د IATA غړيتوب ترلاسه کړ، چې دا د افغانستان د هوایي چلند په تاريخ کې یو مهم گام و. د دې غړيتوب له لاري آريانا افغان هوایي شرکت وکولی شو چې نړیوالو معیارونو سره ځان برابر کړي او د نړۍ له نورو هوایي شرکتونو سره په همغږۍ کار وکړي.

ولی IATA مهم دی؟

IATA د هوايي ټرانسپورټ د تنظیم او خوندیتوب لپاره کار کوي او د مسافرو لپاره هم یو اسان او باوري سيستم رامنځته کوي. د دې اتحاديې له لارې نړیوال هوايي سفرونه منظم شوي، د الوتنو خونديتوب تضمین شوی او د هوايي شرکتونو ترمنځ همكاري پياوړې شوې ده.

د نړیوال هوايي ټرانسپورټ اتحاديه (IATA) د نړیوال هوایي چلند د پرمختگ او تنظیم لپاره مهم رول لري. دا اداره د هوايي شرکتونو دولتونو او مسافرو ترمنځ د اړيکو په پیاوړتيا او د هوایي ټرانسپورټ د خوندي او اقتصادي پراختیا لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي. د دې اتحاديې د فعاليتونو او معيارونو له امله هوايي سفرونه ډېر منظم، خوندي او اغېزناک دي او د دې اتحاديې رول د هوایي چلند په صنعت د نړيوالې سوداگرۍ او اقتصاد په وده کې هم د پام وړ بلل کېږي.

📋:دا مقاله په لومړي ځل د « ټرانسپورټ او هوايي چلند» مجلې په پرله‌پسې نهمه ګڼه کې خپره شوې ده.

شریک کړئ: