د ۱۴۰۴ کال مهمې لاسته راوړنې

۱۴۰۴ لمریز کال ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لپاره د پراختیا اصلاحاتو او د خدمتونو د معیاري کولو یو مهم کال و. په دې موده کې د هېواد په کچه د ټرانسپورټي او هوايي سکتورونو بنسټونه پیاوړي، د هېوادوالو لپاره اسانتیاوې زیاتې او د عصري سیستمونو له لارې د خدماتو کیفیت لوړ شوی دی. لاندې د همدې کال مهمې لاسته راوړنې په بېلابېلو برخو کې په لنډه توګه وړاندې کېږي.
د زیربناوو او پراختیايي پروژو برخه
ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په ۱۴۰۴ لمریز کال د اړوندو سکتورونو د پراختیا لپاره د ۴۶ پروژو د پلي کولو چارې پیل کړې او په همدې موده کې یې ۲۵ نورې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارلې. همدارنګه د هېواد په کچه د ټرانسپورټي تاسیساتو د جوړېدو لپاره تر ۳۰ زره جریبه زیاته ځمکه وزارت ته انتقال شوه، چې دا د راتلونکو بنسټیزو پروژو لپاره مهم ګام بلل کېږي. سربېره پر دې د ټرانسپورټي تاسیساتو ۱۲ نورې پروژې اقتصادي معاونیت ته د منظورۍ لپاره هم استول شوې دي.

ختيځ زون ته د کابل څرخي پُل مسافروړونکی ترمینل
د ښاري ټرانسپورټ او نظم برخه
د ښاري نظم د رامنځته کېدو لپاره په کابل ښار کې د ۷۴ ښاري ترمینلونو ځایونه تثبیت شوي او دا مهال د اړوندو ځمکو د تصفیې چارې روانې دي. په ورته مهال په ولایتونو کې هم د ترمینلونو لپاره د ځایونو د تثبیت لړۍ دوام لري. همدارنګه په کابل ښار کې ۶۵ ښاري مسیرونه په بشپړ ډول تنظیم شول، چې له مخې یې د شخصي وسایطو فعالیت محدود شوی او پر ځای یې ښاري بسونه او ټکسي موټرونه فعال شوي دي. د ښاري سټېشنونو او مسیرونو څارنه هم په دوامداره توګه ترسره شوې ده.

د ځمکني ټرانسپورټ، خوندیتوب او شرکتونو برخه
د خوندي سفر د تأمین په موخه د هېواد په کچه ۸۳ زره باروړونکي او مسافروړونکي وسایطو تخنیکي ارزونه شوې ده، چې دا لړۍ لا هم دوام لري. په همدې کال کې ۱۱۵ باروړونکي او ۷۰ مسافروړونکي شرکتونه نوي رامنځته شوي دي، چې له دې سره په ټول هېواد کې د همدې کال تر پایه پورې د فعالو شرکتونو شمېر شاوخوا ۹۰۰ ته ورسېد.
د هوايي چلند برخه
په ۱۴۰۴ لمریز کال کې د هېواد ټول هوايي ډګرونه د نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره د کورنیو او بهرنیو الوتنو لپاره چمتو او فعال ساتل شوي دي. په همدې موده کې له نړیوالو او کورنیو هوايي ډګرونو څخه (۱۱،۵۶۲) الوتنې ترسره شوې او په ټولیز ډول (۱،۶۹۸،۵۷۰) مسافر په خوندي ډول خپلو ټاکلو ځایونو ته لېږدول شوي دي. سربېره پر دې د الوتکو تخنیکي معاینات د نافذه قوانینو، مقرراتو او د الوتکو د تولیدوونکو شرکتونو د ساتنې پروګرامونو له مخې په منظم ډول ترسره شوي دي.

کابل نړیوال هوايي ډگر
د ډیجیټلي سیستمونو او اداري اصلاحاتو برخه
۱۴۰۴لمریز کال کې د عصري سیستمونو د رامنځته کولو له پلوه هم مهم و. په دې کال کې لاندې سیستمونه جوړ او عملي شوي دي:
- د املاکو د ثبت، مدیریت او عوایدو سیستم
- د ځمکني ټرانسپورټ د مدیریت سیستم
- د باروړونکو د احصایې، عوایدو او نوبت سیستم
- د مسافروړونکو د احصایې او عوایدو سیستم
- د هوايي چلند د احصایې او عوایدو سیستم
- مالي، اداري او تدارکاتي سیستمونه
د یادونې وړ ده چې د باروړونکو وسایطو د احصایې، عوایدو او نوبت سیستم دا مهال په ۱۳ ولایتونو کې د پلي کېدو په حال کې دی او اداري، مالي او تدارکاتي سیستمونه د وزارت په مرکز او ټولو ولایتونو کې عملي شوي دي.

د جيپياېس او څارنې سیستمونه
د ټرانسپورټ د ښه مدیریت او څارنې لپاره، په ۱۴۰۴ کال کې له ۱۷ جيپياېس شرکتونو سره تفاهمنامې لاسلیک شوې دي، چې له مخې یې دا مهال ۱۹ شرکتونه په هېواد کې د جيپياېس اړوند خدمات وړاندې کوي. په همدې موده کې په ټول هېواد کې په (۲۰،۲۲۲) وسایطو کې جيپياېس سیستم نصب شوی او د هغوی معلومات په مرکزي سیستم کې ثبت شوي دي او همدارنګه د څار ۴۰ ځانګړې آلې هم نصب شوې دي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

د خدماتو اسانتیا (One Stop Shop)
په کابل ښار کې د واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست کې د واحد کاري مرکز (One Stop Shop) پروژې چارې پیل شوې دي، چې موخه یې د ټرانسپورټي اسنادو د طی مراحل اسانه کول او مراجعینو ته په یوه ځای کې د چټکو او معیاري خدماتو وړاندې کول دي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به هېوادوالو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي. په ټوله کې ۱۴۰۴ لمریز کال د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لپاره د بنسټیزو بدلونونو، پراختیا او عصري کېدو کال و او په هره برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي. دا لاسته راوړنې د هېواد د ټرانسپورټي نظم د پیاوړتیا څرګندونه کوي او د راتلونکو کلونو لپاره د لا سترو پرمختګونو بنسټ هم ږدي. تمه ده چې د دغو هڅو په دوام سره به هېوادوالو ته لا معیاري، خوندي او اغېزمن خدمات وړاندې شي او افغانستان به د سیمې په کچه د ټرانسپورټ او ټرانزیټ په برخه کې خپل مهم رول لا پیاوړی کړي.