د نوح (ع) کښتۍ تر اوسنۍ تکنالوژۍ
لیکنه: مفتي عزیزالرحمن عزیزي
له ادمه تر دې دمه که چېرې د ژوند چارو ته وکتل شي په ژوند کې هر څه ته اړتیا پېښېږي؛ خوراک، څښاک، کلی، کور، حضر، سفر، تګ راتګ... او همدارنګه داسې وسيلې ته چې د سفر او سوداګريزو توکو په لېږد کې ترې کار واخېستل شي او په هر دور کې د سفر خپله وسيله وي، د وچې لپاره اوښ، اس، خر ... او د بحر لپاره کښتۍ. هغه کښتۍ چې لومړۍ اختراع يې نوح علیه السلام د الله (ج) په امر ترسره کړه. کښتۍ د اوږده سفر لپاره یوه غوره وسیله بلل کېږي.

دا چې پيل يې نوح عليه السلام وکړ، وروسته د ټکنالوژۍ او برېښنايي الاتو په پرمختګ سره هر څه بدلون وکړ، د سفر لپاره نوي موټرونه، اورګاډي او د فضا لپاره الوتکې؛ نو د کښتيو په جوړښت کې هم بدلون راغی.
د کښتۍ په اړه عجيبه دا ده چې څو ټنه وزن لېږدوي، مګر ډوبېږي نه، يوه وړه اوسپنه پرته له ځنډه اوبه ډوبوي، خو دومره لويه او وزني کښتۍ د اوبو پر سر روانه وي. په دې سره الله تعالیﷻ ستر قدرتونه خپلو بنده ګانو ته په بېلا بېلو ډولونو سره څرګندوي.
أَ لَمْ تَرَ أَنَّ الْفُلْكَ تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِنِعْمَتِ اللَّهِ لِيُرِيَكُمْ مِنْ آياتِهِ ج إِنَّ فِي ذلِكَ لَآياتٍ لِكُلِّ صَبَّارٍ شَكُورٍ [سُورَةُ لقمَان : 31]
ژباړه: «ايا ته نه وينې چې په سمندر کې کښتۍ د الله په فضل سره چلېږي، تر څو چې هغه تاسې ته خپلې ځینې نښانې در وښيي. په باوري توګه، په دې كي د هر هغه چا لپاره ډېرې نښانې دي چې صبر او شكر كوونكى وي». څو سوه کاله وړاندې قرآن کریم ویلي: په سمندرونو کې به بیړۍ د غرونو په څېر وي لکه نن یې موږ پر خپلو سترګو وینو چې خورا غټې اوږدې او څو منزله لوړوالی لري، د لرې څخه د یو غر په څېر معلومېږي، په بحر کې سترې څپې لري او په پوره ارامه توګه مزل کوي:
وَلَهُ الْجَوَارِ الْمُنشَـَٔاتُ فِى الْبَحْرِ كَالْأَعْلٰمِ [سُورَةُ الرَّحمٰن : 24]
ژباړه: او دا بېړۍ د همغه دي، چي په سمندر کې د دنګوغرونو په څېر لوړې پورته شوې دي.
الله تعالیﷻ انسان ته د اسانتياوو برابرولو په پار په هوا کې الوتکې، په بحر کې بیړۍ او په ځمکه کې حیوانات مسخر کړي دي:
أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ سَخَّرَ لَكُم مَّا فِى الْأَرْضِ وَالْفُلْكَ تَجْرِى فِى الْبَحْرِ بِأَمْرِهِ وَيُمْسِكُ السَّمَآءَ أَن تَقَعَ عَلَى الْأَرْضِ إِلَّا بِإِذْنِهِ إِنَّ اللَّهَ بِالنَّاسِ لَرَءُوفٌ رَّحِيمٌ [سُورَةُ الحَجّ : 65]
ژباړه: ايا ته نه وينې چي اللهﷻ ټول هغه څه ستاسي لپاره ايل (تابع) کړي دي، چي په ځمکه کې دي او بېړۍ یې د قانون تابع کړې ده، چي د هغه په حكم په سمندر کې ګرځي راګرځي او اسمان په داسې شان ساتي چې د هغه د اذن (ارادې) څخه پرته په ځمکه نشي را غورځېدلای؟ واقعيت دا دى چې اللهﷻ د خلكو په حق کې ډېر مهربان او نرمي كوونكى دى.
کښتۍ یو داسې لوی نعمت دی، چې د سمندرونو په څنډو پراته هېوادونه او ښارونه سره نښلوي، اوږدې لارې لنډوي او په ځانګړې توګه په ننني پیر کې بیړۍ او کښتۍ د اقتصاد غوره وسیله ګڼل کیږي؛ ځکه چې موټرو ته د سړک جوړولو، غرونو له منځه وړلو او سوري کولو اړتیا وي؛ مګر کښتۍ او بیړۍ له لارو جوړولو پرته دومره مال په خپله سينه کې لېږدوي، چې په لسګونو بارداره موټر ترې ډکېږي.

داسې غوره اختراع چې نوح علیه السلام کړې او دده ملګرو ته یې نجات ورکړ جوړښت یې په داسې ډول و، کله چې الله تعالی نوح علیه السلام ته امر وکړ:
وَاصْنَعِ الْفُلْكَ بِأَعْيُنِنَا وَوَحْيِنَا وَلَا تُخٰطِبْنِى فِى الَّذِينَ ظَلَمُوٓا إِنَّهُم مُّغْرَقُونَ [سُورَةُ هُود : 37]
او زموږ تر څارنې لاندې، زموږ له ښوونې سره سم د يوې بېړۍ په جوړولو لاس پورې کړه او ګوره، كومو خلكو چې ظلم کړی دى، د هغو په حق کې ما ته څه سپارښت مه كوه، دوى ټول اوس ډوبېدونكي دي.
یو روایت کې داسې ویل شوي دي، چې کله نوح علیه السلام ته جبرائیل علیه السلام راغی، ورته ويې ويل: کښتۍ جوړه کړه، نوح علیه السلام ورته په ځواب کې وویل: زه خو نجار نه یم څنګه یې جوړه کړم؟ جبرایل علیه السلام ورته کړه، الله تعالیﷻ فرمایي: اصْنَعِ فانک بِأَعْيُنِنَا جوړه یې کړه، ځکه چې ته زما په څار او حفاظت کې یې ( تفسیر خازن سورت هود ۲/ ۴۸۳)
د ابن عباس رضی الله عنه روایت دي، چې ابن عساکر رانقل کړی دی، وایي: کله چې د الله تعالی له لورې نوح علیه السلام ته امر وشو چې کښتۍ جوړه کړ؛ نو نوح علیه السلام ورته وویل: لرګي چېرته دي؟ د الله تعالیﷻ لخوا ورته وویل شول، چې د ساج په نامه بوټي وکره. دې بوټو په شلو کلونو کې وده وکړه او ونې ترې جوړې شوې، بیا ورته رب امر وکړ، چې اوس یې کټ او بیا یې وچ کړه کله چې وچ شول، بیا نوح علیه السلام خپل رب ته وویل یا رب څنګه د لرګیو کور جوړ کړم؟ امر ورته وشو چې له دریو شکلونو څخه يې اختراع کړه د کښتۍ سر او شا یې د چرګ د سر او لکۍ په څېر او منځ یا سینه یې د مرغۍ په څېر جوړه او په څو پوړونو کې جوړه کړه او دروازې یې په اړخونو کې ور نصب کړه.
الله تعالیﷻ جبرئیل علیه السلام ورته راولېږه او د کښتۍ جوړونې زده کړه يې وروښودله، خلکو ورپورې خنداګانې کولې او ویل به یې نوح علیه السلام داسې کوټه جوړوي، چې پر اوبو به مزل کوي، سره له دې چې اوبه شتون نه لري( الدر الماثور التفسیر بالماثور )
په روایت د زید بن اسلم سره راځي وایي: نوح علیه السلام د سلو کلونو په موده کې د بوټو کرنه، کټ کول او وچول وکړل او سل کاله يې د کښتۍ پر جوړولو کار وکړ ( تفسیر القرطبي سورت هود )
په جوړښت کې یې مفسرین یوه خوله نه دي، بلکې بېلابېل روايتونه موجود دي.
ابن عباس رضی الله په وینا د کښتۍ اوږدوالی درې سوه متره، پلنوالی پنځوس او ژوروالی یې دیرش متره و( تفسیر القرطبي سورت هود )
کښتۍ او بيړۍ اوس په نړۍ کې يو غوره او اړین صنعت دی، چې په اوسني پېر کې د اقتصاد غوره وسیله ګڼل کېږي، د ټکنالوژۍ له پرمختک سره بیړۍ او همداراز چټکو تلونکو بیړیو نن ټوله نړۍ سره نښلولې او په خورا کم لګښت د ډېرو وزنونو لېږد رالېږد کوي.
باید موږ هم د خپلو سیندونو لپاره وړې کښتې جوړې او د ملت لپاره د هوساینې او تګ راتګ، د خلکو او توکو د لیږد لپاره غوره وسیله وګرځوو.
📋: دا مقاله په لومړي ځل د «د ټرانسپورټ او هوايي چلند» مجلې په پرلهپسې پنځمه ګڼه کې خپره شوې ده.